09/08/2026
زمونږ د نن زمـــ!ني غير مقلدين« دعلم يتيمـــ!ن» ټول ورځ وګرځي- وګرځي چي په فقه حنفي کي داسي يوه مسئله ثــ!بته کړي چي ترڅو محل د إعتراض وګرځي، او عوامو ته وښاي، چي ګويا فقه حنفي د قرآن او حديث ضد ده. العياذ بالله.
په همدي أســـ!س د علم يتيمــــ!ن په فقه حنفي بــ!ندي يو دا إعتراض کوي، چي ستـــ!سي په فقه کي راغلي چي د چـــ! ښځه ښائسته وي هغه به إمــ!م ګرځول کيږي او جمعي ته به مخکي کيږي..
نو زه په همدي أســ!س چي دغه بيبنياده او د بيت العنکبوت په رقم إعتراض دفعه کړم، غواړم څو کرښي وليکم.
لومړئ، دغه مسئله چيرته ذکر ده؟ دويم ددغي مسئلي مقصود اصلي څه شي دي؟
۱- دغه مسئله چيرته ذکر ده؟
دغه مسئله: د امام زین الدین ابن نجیم الحنفي رحمه الله په الأشباه والنظائر کې د امامت د ترجیحاتو په باب کي راغلي: اصل عبـــ!رت دادي
«وَمِنْهَا بَابُ الْإِمَامَةِ؛ يُقَدَّمُ الْأَعْلَمُ، ثُمَّ الْأَقْرَأُ، ثُمَّ الْأَوْرَعُ، ثُمَّ الْأَسَنُّ، ثُمَّ الْأَصْبَحُ وَجْهًا، ثُمَّ الْأَحْسَنُ خُلُقًا، ثُمَّ الْأَحْسَنُ زَوْجَةً، ثُمَّ مَنْ لَهُ جَاهٌ، ثُمَّ الْأَنْظَفُ ثَوْبًا...»
📚 الأشباه والنظائر لابن نجيم الحنفي، ج 4، ص 26، د «باب الإمامة» په بحث کي.
۲- مقصد ددغه مسئلي څه شي دي؟
علامة ابن نجيم رحمه الله په باب د ترجيحاتو کي اسبـــ!ب مرجحَ «۹» داني ذکر کړي دي. «۷» لمبر په کي دادي چي که چيرته په دغه مخکيني ترجيحــــ!تو کي ټول برابر وو، نو بيا به هغه کس مخکي کيږي چي ښځه يي ښائسته وي، اوس ولي؟
نو ددي په هکله علامة ابن عابدين الشامي رحمه الله په رد المحتـــ!ر، په حـــ!شيه، کي وائي: «قوله: ثم الأحسن زوجة؛ لأنه غالبًا يكون أحب لها وأعف لعدم تعلقه بغيرها. وهذا مما يعلم بين الأصحاب أو الأرحام أو الجيران، إذ ليس المراد أن يذكر كل منهم أوصاف زوجته حتى يعلم من هو أحسن زوجة.»
یعنې: دښځي ښائست په دي خــــ!طر سبب مرجحَ وګرځيدو، ځکه اکثره ښځي چي ښائسته وي، خاوند ته ګراني وي، ددي ګران والي له امله بلي ښځي ته نه ګوري، د بلي ښځي سره تعلق نه ســ!تي، او دبلي ښځي نه ځــ!ن بچ کوي، او ځان ساتل د محرمــ!تو نه دا هم يوه لويه تقوا ده.
ښا اوس سؤال دادي: چي د ښځي ښائست به ي سنګه معلومو؟ نو علامة ابن عابدين الشامي رحمه الله فرمائي چي د ښځي ښائست د هغه له ګاونډيانو او خپلوانو معلوميږي يا يي ګاونډيانو او خپلوانو ته معلوم وي، نو سړي به د خپلي ښځي اوصــ!ف نه ذکر کوي، بلکي خپلوان يي پيژني.
دغه خبره علامة ابن عابدين الشامي رحمه الله په رد المحتار على الدر المختار، کتاب الصلاة، باب الإمامة، ج 1، ص 558 کي ذکر کړي ده.
علامة طحطاوي رحمه الله په حاشية الطحطاوي، علی مراقي الفلاح، کي د ابن عابدين الشامي رحمه الله په شان خبره کوي خو وايي «ولو قيل أشدهم حبًّا لزوجته لكان أظهر.»
کــ!ش ويلي شوي چي چاته ډيره ښځه ګرانه يي، هغه دي مخکي شي نو دا خبره به ډيره خه وه.
حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح، ص 301، دار الكتب العلمية،
UMARI JANAN