04/12/2024
زړه مې خفه، دِماغ خراب ساتمه
مطلب مې دا چې ژوند عذاب ساتمه؟
احتیاطاً هجوم ته نه راوځم
فقط غزل کې اِنقلاب ساتمه
په راوي خيلو باندې ښه نه لګم
چې حواله د سردریاب ساتمه
د انتظار د هر موسم نه پاتې
اوس هم ګلدان کې یو ګلاب ساتمه
فارانه څوک دي چې به ماغلی کړي؟
هر معترض ته خپل جواب ساتمه.
🪶. 👑Ѧηм◎◎ℓ_ℌ℮℮ґѦ👑