Afghan Talents

Afghan Talents afghan talents pepal

09/01/2024

که هر څوک دخپل ضمیر سره حساب وکړې،
فکر نه کوم چي قاضي ته دي اړتیا پیدا شي.

دخپلی ټولنی نوښتګر ځوانان راته دبیوګرافی سره معرفی کړی
18/05/2021

دخپلی ټولنی نوښتګر ځوانان راته دبیوګرافی سره معرفی کړی

ډنګر هلک، غوښینه لیکوالي...ثناء الله مومند ۲۳ کلن دئ، زده کړي په عامه اداره پالیسي څانګه کي کوي. ټوله ورځ اخته وي، یو کت...
27/07/2020

ډنګر هلک، غوښینه لیکوالي...
ثناء الله مومند ۲۳ کلن دئ، زده کړي په عامه اداره پالیسي څانګه کي کوي. ټوله ورځ اخته وي، یو کتاب وژباړي، چي هغه خلاص کي؛ بل ته پسي کش سي؛ لخ هغه ورسته بل بل او بل ....
دا نن مي ولیدل چي بل تازه کتاب [د وخت لنډ تاریخ] یې له چاپه راووتئ، زړه مي یخ سو،.خوند یې راکئ چي زموږ همزولی او ځوان زلمی په داسي عمر کي زبرسته کتابونه ژباړي.
لا اخته دئ، ژباړي یې داسي سر پر سر دي ته به وایې چي هیڅ ډوډۍ نه خوري. هو رشتیا وایي کې خوړلای داسي به ډنګر وای؟ خیر!
زه پېشبیني کوم چي دغه هلک به په په نږدې راتلونکي کي په جلدو - جلدو کتابتون ولري او ټوله کتابونه به یې خپل وي.
تر ټولو ښه خبره داده چي کتابونه یې د اوسنۍ زمانې د هلکانو د ذوق مطابق دي. ما تر اوسه یو کتاب هم نه دی مطالعه کړی خو علاقمند ښه ډېر ورته یم.
ثنا بابکه! ژر دئ چي د هیواد له نویو او پخوانیو لیکوالانو او ژباړونکو په قطار کي مخکښ سې، د هغې ورځي په هیله چي د استاد حبیبي، بېنوا او علامه رشاد له نامه سره دي نوم یاد سي.
هڅي دي یو په بل پسې، ارمان دي پوره، قلم دي روان او ژوند دې له خوښيو ډک سه!
Sanaullah Momand

نوم  حافظ قاري احمد نعماني.  ۲۶کاله عمرلریديني ذدکړي میي يو کال پاته دی لنګوټي ته. عصري ذدکړي  ۱۴ پاس. او دحقوقو دپوهنځي...
23/07/2020

نوم حافظ قاري احمد نعماني.
۲۶کاله عمرلری
ديني ذدکړي میي يو کال پاته دی لنګوټي ته.
عصري ذدکړي ۱۴ پاس. او دحقوقو دپوهنځي ددريم کال محصيل دي
دنده په شخصي مکاتبو او دولتي مکاتبو کي کړيده‌. اوس مهال خپله شخصي مدرسه لری. چي دپرانستلو يي ۱۱ کاله کيږي. او تر۲۰۰ زيات یي حافظان شاګردان تير شويدي
دټولنی مخکښ سرمایه موحافظ صاحب نعماني

داځل دلوي کندهارافتخار خوږ ژبي ویاند نوښتګر ځوان تکین صاحب درته معرفي کوم چي اواز يي زړونه لړزوي.ښاغلى عبدالقادر تکين د ...
23/07/2020

داځل دلوي کندهارافتخار خوږ ژبي ویاند نوښتګر ځوان تکین صاحب درته معرفي کوم چي اواز يي زړونه لړزوي.
ښاغلى عبدالقادر تکين د نن څخه ٢٣ کاله وړاندي دې نړۍ ته سترګي پرانستلې، هيواد کي د روانو بدبختيو او کړکيچونو حالاتو افغانان بهر ته اړ کړل، د ښاغلي تکين کورنۍ هم ګاونډي هيواد پاکستان ته ستانه سول او تکين صاحب هم هلته پيدا سو، په هيواد کي د نسبي امن سره سم د دوى کورنۍ هم خپل هيواد ته را ساتنه سول، ښاغلي تکين مروجي زده کړي د مسجد پر ملا امام شروع کړې، ورپسې يې په کندهار شاه حسين هوتک افغان ترک نړيواله عالي لېسي کي زده کړي پيل کړې، دغه ليسه په هيواد کي بي ساري علمي بنسټ وو چي د تعليم تر څنګ يې د تربيې او معنويت برخه کي زيات کار د شاګردانو سره کاوه، په کال ١٣٩٤ کي ښاغلى تکين ددې ليسې څخه په عالي درجه فارغه سو، له فراغت سره يې سم په رسنيزو او ټولنيزو فعاليتو لاس پوري کړ، په دې لړ کي يې په مختلفو ږغيزو رسنيو کي يې د سياسي او ټولنيزو خپرونو پرزنټري پيل کړل، د ١٣٩٥ کال په کانکور آزموينه کۍ د کندهار پوهنتون د پښتو ژبي او ادبياتو رشتې ته بريالى سو هم محاله د يوې خصوصي اکاډمۍ چي د تمدن په نامه وه د مديريت چاري پر مخ بيولې،
تکين صاحب د تمدن اکاډمۍ له ادرس څخه د ځوانانو د ويښتيا او اګاهۍ په برخه کي فعاليتونه پيل کړل، ځوانان يې تشويق کړل او خپلو مسٶليتونو ته يې متوجې کړل ــ
تر دې وروسته په کندهار کي معتبره خصوصي ميرويس نيکه پوهنتون تکين صاحب ته د کار کولو وړانديز وکړ هلته يې د نشراتو او عامه اړيکو د ډيپارټمنټ مسٶليت په غاړه واخستي او په دغه برخه کي يې اساسي فعاليتونه ترسره کړل د محصلينو پر ظرفيت جوړونه يې کار پيل کړ او دغه پوهنتون يې په سيمه کي د يو اکاډميک او منلى سوى پوهنتون په حيث معرفي کړ ــ
تکين صاحب په ١٣٩٦ کال کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى هم پيل کړل چي اوس په دريم ټولګى کي دي ــ
تکين صاحب په رسنيز رسالت کي په ژوندون راديو تلويزون او سماء راديو کي سياسي خپروني هم کولې او تر څنګ يې د ټولني د اصلاح په برخه کي په قران ږغ راديو کي هم في سبيل الله خپروني کوي ــ په طلوع افغان کي هم په تحقیقی برخي مسول پاته سوی دی چي اوس فعلاً هم دیاران ویب سایت سره چی دافغانستان په سطحه فعالیت لری تکین صاحب په ټولنیزه برخه کي ورسره کار کوی.
پر څلورو ژبو پښتو، دري، ترکي او انګلسي ژبو رواني خبري او ليکل کولاى سي ــ
د وياندويې په فن کي يې بي سارى کار کړى دى دغه مسلک يې د علمي مرکزونو څخه شروع کړ بيت تر سياسي ان په ارګ کي يې هم د ولسمشر محمد اشرف غنې پر وړاندي هم د پروګرامونو مديريت کړى دى ــ
هيله يې په ټولنه کي د بدمرغيو سره مبارزه او د ځوانانو هوښيارتيا ده تر څو خپل اسلامي او ملي ارزښتونه وپيژني او ساتنه يې وکړي ـــ

نوم: سخی جانتخلص: حقمل مشهوره په څارنوال صاحب اصلی ځای: وردکعمر: ۲۴ کالهنوموړی واقعیت د غوره اخلاقو او د ډیری تجربی درلو...
15/07/2020

نوم: سخی جان
تخلص: حقمل
مشهوره په څارنوال صاحب
اصلی ځای: وردک
عمر: ۲۴ کاله
نوموړی واقعیت د غوره اخلاقو او د ډیری تجربی درلودونکی دی.
اصلی د وردک اوسیدونکی او هم هلته یی خپلی اولنی زده کړی یی په خپل کښي کړی دی او بیا یی د اووم ټولګی څخه مکتب شروع کړی بیا تر دوولسم ټولګی پوری اول نمره وو د دوولسم ټولګی څخه په ۹۹% فیصدی سره کامیاب شوی دی او د خپل مکتب عمومی اول نمره هم وو.
او بیا د کانکور له لاری د خوست پوهنتون اداره عامه پوهنځی په لوړو نمرو سره کامیاب سوی او په هر سمستر کښي د خپلی پوهنځی اول نمره او تر ټوله لوړه فیصده درلودونکی به وو اړ بیا د پوهنتون څخه په ۹۶% فیصدی سره په ۱۳۹۲ کال کښي د همدا پوهنځی څخه فارغه شوی دی.
بیا یی یو کال په رسمی وظیفی باندی ضایع کړ خو په افغانستان کښي چی واسطه نه وی نو رسمی وظیفه به نو چیری وی.
تر هغه ورورسته یی زړه صبر شو چی په افغانستان کښي د واسطی پرته هیڅ کار ممکن نه دی
نو د شخصی مکتب استاذی یی شروع کړه په ملالی عالی لیسه کښي چی هلته یی دری کاله استاذی وکړه
بیا د ډاډمن د مدیر په حیث و ټاکل شو
بیا همداسی د رحمان بابا خصوصی عالی لیسی د مالی مدیر په توګه وټاکل شو
دا چی هغه دومره وخت په شخصی مکاتبو کښي تیر کړ هغه اخیر د مکتب د استاذی څخه ډډه وکړل اوس یی د کابل د سولرو په شرکت کښي یی کار نیولی دی

نن به د لوي کندهار د مسلکي عکاسانو له جملي څخه یو تن هُنر دوسته یار، ښاغلی ارسلان حسن درته معریفي کړم!            د هیوا...
15/07/2020

نن به د لوي کندهار د مسلکي عکاسانو له جملي څخه یو تن هُنر دوسته یار، ښاغلی ارسلان حسن درته معریفي کړم! د هیواد مثبت تصویر ته ژمن او د فکري خلاقیت څخه جوړ ځوان، ښاغلي حسن سربیره پر دې چی د خوشخطی پر هنر هم برلاسي دی، بلکې وخت په وخت يی د همدي بي مثاله هنر مختلفي او په زړه پوري نمونې ننداری ته وړاندي کړي دي! د دوي په وینا، ” د عکاسي هنر په برخه کښی د همدي درې کلن سفر، هره ورځ راته د زده کړې یو نوی فرصت وو، او لا به هم په نړیواله کچه په دې فیلډ کی زده کړي کوم.“ ورور می، Arsalan Hassan,❤ ژوند مو د بریا او لاسته راوړنو ډک اوسه!

05/06/2020

دخپلي سیمي دیني علمأ مینشن کړي که یی بیوګرافي لري موږ ته یی واستوي.

05/06/2020

دټولني مبارزین مخکښ تعلیموته ځوانان راته معرفی کړي ترڅو موږ یي نړي ته ور وپیږنو.

کاڼي لعل د بدخشان بوټي کېمیا ده چي یې ته نه پېژنې دا ګنـــاه د چا دهسیف لودین دکندهار ویاړ دي موږ په ویاړوو
05/06/2020

کاڼي لعل د بدخشان بوټي کېمیا ده
چي یې ته نه پېژنې دا ګنـــاه د چا ده
سیف لودین دکندهار ویاړ دي موږ په ویاړوو

پوره نوم جميل خان د ثمرګل زوی چی پيدايښت يې په ګران وطن افغانستان کې شوی، د پکتياولايت اوسيدونکې ده، جميل خان خپلي زده ک...
22/05/2020

پوره نوم جميل خان د ثمرګل زوی چی پيدايښت يې په ګران وطن افغانستان کې شوی، د پکتياولايت اوسيدونکې ده، جميل خان خپلي زده کړي تر دوولسم ټولګی پوري کړي دی چی په 1398 کال کې له سعادت خيلو عالی لېسی څخه په اعلی درجه فارغ شوو ددي تر څنګه ډير ځله لېسه کې ورته د ښو اخلاقو ستاینليکونه هم ورکړل شوي جميل خان ميډيا کې يو فعاله شخص ده چی زياتره ليکنې يې تعليمې بڼه لري ددي تر څنګ جميل خان د ژب ژغورنې ملی غورځنګ غړي، د ځوان کهول ټولنې استازی له پکتيا څخه او همدارنګه د ولسپالنې شورا غړی هم ده له پکتيا څخه، جميل خان په شويشل ميډياو کې يوه ځانګړی تجروبه لري جميل خان زموږ د هېواد راتلوونکې لپاره يو د علم څراغ بللی شو جميل خان په دری او انګليسی ژبه هم کمه پوهه لري او غواړي چی راتلونکې کې په انګليسی، دری او اردو ژبه پوره پوهه ولري او دا ژبی زده کړي.

لنډه پېژنده نوم : خان محمد تخلص : انوريپلارنوم : علي جاننیکه : محمد جاندنده: رسمي ښوونکيد دندي ځای:  پیرپایمال منځني ښوو...
18/05/2020

لنډه پېژنده
نوم : خان محمد
تخلص : انوري
پلارنوم : علي جان
نیکه : محمد جان
دنده: رسمي ښوونکي
د دندي ځای: پیرپایمال منځني ښوونځي.

زېږندنې نېټه: ۱۳۷۳ هـ ش¬ ـ۱۹۹۴م ، ځای ارغنداب
کلي مزرعه اخند

ابتدايي زده کړې: مهاجرو ابتدایي ښوونځي

متوسطې زده کړې:( په ارغنداب باباولی صاحب لیسه)
عالي زده کړی ( مرکز صوفی صاحب ذکور عالي لیسه).
نیمه لوړي زده کړي: د ارالعملمین اړوند د ارغنداب حمایوی مرکز
څانګه ریاضي.
خو د ریاضي سره می علاقه نه درلول.
لوړې زده کړې: په ۱۳۹۴ هـ ش کال د کندهار پوهنتون د ژبی او ادبیاتو پوهنځي انګریزي څانګي ته کامیاب او په او په ۱۳۹۸ هـ ش کال له پوهنځي څخه په اعلی درجه فارغ او سند یې ترلاسه کړ.

انګلیسي ژبې زده کړې: د پوهنتون تر مخه د احمد شاه بابا علمی او کلتوري مرکز څخه فارغ سوي یم د پوهنتون تر مخه.
کمپیوټرزده کړې: د همدی احمد شاه بابا علمی او کلتوري مرکز کی د کمپیوټر په څانګه کی می یوازی افس خلاص کړی دی.
ورکشافونه:
د ښوونکو ورکشافونه ډیر
ستاینلیکونه : په ښوونځي کی د فعاله ښوونکو په حیث ستاینلکونه
:ـ په احمد شاه بابا علمي او کلتوری مرکز کی په سیالیو کی ستاینلیکونه:
دندې او کاري تجربه :

۱- رسمي ښوونکی ۸ کاله ، ۲- په سینټرونو کی می دانګلیسي ورستادی کړی ده.
۳ ـ په والسوالي کی د بشری حقوق د ریس منشی په توکه.

Address

Hirat Darwaza
Kandahar
866

Telephone

+93788280258

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Talents posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category