Kabir K. Isakhel

Kabir K. Isakhel Lawyer

03/08/2021

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ د احمدزیو یو تن دروند قومي مشر الحاج عبدالوکیل احمدزی په حق رسېدلی دی. د ارواښاد د م...
15/07/2021

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ د احمدزیو یو تن دروند قومي مشر الحاج عبدالوکیل احمدزی په حق رسېدلی دی.
د ارواښاد د مړینې له کبله د هغه کورنۍ او دوستانو ته د خپل تسلیت مراتب وړاندې کوم.
انا لله وانا الیه راجعون

ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن د هېواد ملي تدارکاتي نظام د پراختیا لپاره یو خورا مهم ګام واخیستل شو. د ملي تدارکاتو کمېسیون د م...
12/07/2021

ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن د هېواد ملي تدارکاتي نظام د پراختیا لپاره یو خورا مهم ګام واخیستل شو.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د مدیریتي چارو او غونډو لپاره د الکترونیکي كميسيون (e-NPC) سیستم په بریالیتوب سره فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دا سیستم به په پروسو کې چټکتیا او اغېزمنتیا رامنځته کوي او د ملی تدارکاتو د کمیسیون مشرتابه او غړي د ځانګړي اپلیکېشن له لارې د هرې پروژې په اړه بشپړو جزییاتو او معلوماتو ته همیشه لاسرسی ولري. دا له یوې خوا د بیروکراسۍ او ځنډ مخه نیسي، له بل پلوه د ادارې په لګښتونو کې- په ځانګړې توګه د قرطاسیې برخه کې چې پخوا به د کال میلیونونه پاڼې یوازې د کمېسیون دارالانشاء د اسنادو پر چاپ لګولې، سپما راولي.
د الکترونیکی کمیسیون اجنډا سره سم ۷۹ تدارکاتي موضوع ګانو باندی چی د بېلابېلو تدارکاتي ادارو اړوند وې؛ د امنیت، روغتیا او بېخبناء پروژې پکې شاملې وې؛ پرې بحث او ارزونه وشوه. د ملي امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ د خوراکي توکو، سون او البسې پروژې، د عامې روغتیا وزارت اړوند د اکسیجن پلانټ او روغتیایي درمولو پروژې ، د تخار ولایت د مومن اباد او شهروان کانالونو د بیارغونې پروژه او د غور ولایت د قضن د سړک جوړولو مهمې پروژې منظورې شوی.

08/07/2021

د خوښۍ ځای دی چې نن د کټواز د رسوبي حوزې د سروې تړون لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه چې ۴۰ کاله مخکې د کټواز حوزې د تفحص چارې ترسره شي، خو د جګړو او د رژیمونو د بدلون له امله وځنډېده.
کټواز د نفتو او ګازو له پلوه د هېواد یوه بډایه حوزه ګڼل کېږي چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ترڅنګ به د کندهار، غزني او کابل ولایتونه هم ددې حوزې له نفتو او ګازو برخمن شي.
ددې تړون له لارې به له ۴۰ زره کیلومتر مربع مساحت سره هوایي، مقناطیسي او جاذبوي سروې ترسره شي.
په پای کې د کانونو د وزیر قدرمن هارون چخانسوري Haroon Chakhansuri له هلو ځلو څخه مننه کوم چې ددې کار زمینه یې برابره کړه.

د ځان بساینې په لور!

د امنیتی سکتور  د تدارکاتي چارو د لا چټکتیا او روڼتیا په موخه مو د یاد سکتور لپاره جدا تدارکاتي واحد پرانيست. ژمنه کوو چ...
02/06/2021

د امنیتی سکتور د تدارکاتي چارو د لا چټکتیا او روڼتیا په موخه مو د یاد سکتور لپاره جدا تدارکاتي واحد پرانيست.
ژمنه کوو چې د افغانستان د اتلو امنیتي ځواکونو لپاره چې شپه او ورځ د دې خاورې او ولس لپاره قرباني ورکوي، تدارکاتي پروسې او پړاونه له پخوا زیاتې رڼې او چټکې کړو.

د جمهور رئیس د لید لوري سره سم د ملي لومړیتوب لرونکو پروژو د ځنډ د پای ته رسولو او د تداركاتي چارو د چټکتیا او بیا پیل پ...
25/05/2021

د جمهور رئیس د لید لوري سره سم د ملي لومړیتوب لرونکو پروژو د ځنډ د پای ته رسولو او د تداركاتي چارو د چټکتیا او بیا پیل په تړاو مې د ټولګټو وزرات د وزیر ښاغلي نجیب الله یمین سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې مو د هغو مهو پروژو تدارکاتي چارې چې له ډېرې مودې راهیسې د ځنډ سره مخ وی بیا پیل کړی. په دي پروژو كي د پکتیا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ څخه د څمکنیو تر ولسوالۍ پورې او د سېدکرم ولسوالۍ څخه د لجه منګل تر ولسوالۍ پورې د سړکونو جوړولو، د کابل ولایت د قلعه مراد بېګ د التفات سړک څخه د ده سبز تر ولسوالۍ پورې سړک، د بوست کلا سړک او د لوګر د تېلو ټانک څخه تر چهل دختران پورې د سړک جوړولو پروژو د عملي كار ژر تر ژره پيليدو پريكړه وکړه.

د ملي لومړیتوب لرونکې هغه ۱۸۰ پروژې چې له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلې وې، نن د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې منظور شوې....
23/05/2021

د ملي لومړیتوب لرونکې هغه ۱۸۰ پروژې چې له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلې وې، نن د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې منظور شوې. په دې کې د ګردېز د حلقوي سړک، د افغانۍ نویو بانکنوټونو د چاپ، د کابل ارغندې او جلال آباد ترمنځ د برېښنا د ۲۲۰ کیلو ولټه لین د ډیزاین او غځولو، د تورخم پُل او کانکرېټي سړک د رغاونې، د برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونو لپاره د ۴۴۱ لپټاپ کمپیوټرونو د چمتو کولو، د دولتي پوهنتونونو لپاره د انټرنېټ برابرولو او په مرکز او ولایتونو کې د مالیې وزارت د تاسیساتو د فزیکي امنیت د ټینګښت پروژې شاملې وې.

روڼتیا او چټکتیا زموږ ژمنه ده!

ګران ولسمشر ته د هغه د زوکړې د ورځ مبارکي وایم. زما د ژوند تر ټولو غوره تجربه دا ده چې له ولسمشر سره له نږدې د کار ویاړ ...
19/05/2021

ګران ولسمشر ته د هغه د زوکړې د ورځ مبارکي وایم. زما د ژوند تر ټولو غوره تجربه دا ده چې له ولسمشر سره له نږدې د کار ویاړ لرم. خدای (ج) دې موږ ټولو ته تر ډېره ژوندی لري.

درنو هېوادوالو، کوچنی اختر مو مبارک شه!هیله لرم چې خوشاله اختر مو پیل کړی وي.—-هموطنان عزیز،عید سعید فطر تان مبارک! امید...
13/05/2021

درنو هېوادوالو،
کوچنی اختر مو مبارک شه!
هیله لرم چې خوشاله اختر مو پیل کړی وي.
—-
هموطنان عزیز،
عید سعید فطر تان مبارک!
امید دارم که عید خوش را آغاز کرده باشید.

د ملي تدارکاتو کمېسیون ننۍ غونډه کې د کټواز رسوبي حوزې د هوايي جاذبوي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون؛ ۱۷ تدارکاتي موضوع ...
06/05/2021

د ملي تدارکاتو کمېسیون ننۍ غونډه کې د کټواز رسوبي حوزې د هوايي جاذبوي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون؛ ۱۷ تدارکاتي موضوع ګانې منظور شوې.
د کټواز رسوبي حوزې هوايي جاذبوي او مقناطیسي سروې پروژه؛ چې دملي پروژو له ډلې څخه ده؛ زیات ارزښت لري او همداراز له ډېر وخت راهیسې ځنډول شوې وه؛ نن ورځ د ۱۷ نورو تدارکاتي موضوع ګانو په ګډون؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شوه؛ چې د هر اړخېزې څېړنې وروسته د کمېسیون له لوري منظور شوه.

نن مو د ملي تدارکاتو ادارې، سیستیکا ادارې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د ی...
04/05/2021

نن مو د ملي تدارکاتو ادارې، سیستیکا ادارې، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د یاد هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې مو د سیستیکا ادارې چارواکو سره خبرې وکړې او د امنیتي سکتور پروژو په برخه کې مو د اړینو اصلاحاتو راوستلو او د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ. د امنیتي ځواکونو سره تلپاتې مرسته، د امنیتي سکتور د پروژو پلي کوونکې ادارې د تدارکاتي پروسو ساده کول، او تدارکاتي پروسو کې د ځواکونو د بودجې اغېزمن تطبیق د یاد
هوکړه لیک موخې دي.

په دې آنلاین غونډه کې د سیستیکا ادارې استازي ښاغلي جی کوپر د ملي تدارکاتو ادارې له کړنو او همکاریو څخه ستاینه وکړه او یادونه یی وکړه چې د دې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د امنیتي سکتور هغه پروژو کی چې د سیستیکا لخوا تمویل کېږي له مالي پلوه زیاتوالی راشي. ښاغلي کوپر دا هم ووئیل چې د افغانستان ماموریت کی یی دا لومړئ ځل ده چې په ډېر کم وخت او مهمو محتویاتو سره یو ځای داسی هوکړه لیک چمتو او لاسلیک کېږي.

Address

Presidential Palace
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabir K. Isakhel posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Kabir K. Isakhel:

Share

Category