02/11/2024
په کاروبار کې د مالیاتو او دولتي ادارو تحویلي
ډېرې سوداګر چې نوي کاروبارونه يې پېل کړي وي، جواز يې اخیستی وي، کله يې چې جواز پای ته ورسیږي، او د نوې کېدو لپاره ځي نو مربوطه ادارې ترې د مالیاتو د تصفیې مکتوب غوښتنه کوي.
کله چې دوی مستوفیت ته مراجعه وکړي، هغوی ترې د فعالیت په اړه معلومات غواړي او د معلوماتو په اساس ورته مالیاتي حسابونه جوړوي.
زیاتره داسې شوي چې شخص کاروبار پېل کړی وي د کال یو نیم په تېرېدو چې دمالیاتي تصفیې لپاره مراجعه وکړي، د هغه مبلغ ګټې چې دی يې په کاروبار کې کوي او ورته حساب کوي، له هغې زیاته پرې مالیه راځي، نو کله هم چې یو کاروبار پېل کوئ، د مالیاتو او د دولت د ټولو تحویلئ په اړه ځان مطمئن کړئ.
د یو کاروبار له پیل وړاندې په لاندې برخو کې معلومات حاصلول او اړونده اسنادونه له ځان سره ساتلو په اړه باید تاسو پوه اوسئ:
په ناخالصو عوایدو څومره مالیه ده؟
۱- د کارمندانو دمعاشاتو مالیه څومره ده؟
۲- د کرایې د مالیاتو نورمونه او اندازه څومره ده؟
۳- د قراردادونو مالیه څومره او څه وخت اخیستل کیږي؟
۴- د ګټې مالیه څومره ده او کله تحویلیږي؟
۵- کوم اسنادونه باید له ځانه سره وساتل شي؟
۶- د جواز مصارفات څومره دي او له کومې ادارې جواز واخېستل شي؟
۷-د تصفیې مکتوب کله اخیستل کیږي؟
۸- د اسنادونو ترتیب او راپورونه څنګه ترتیب او مصارف يې څومره دي؟
دا دې ته ورته پوښتنې باید تاسو د کاروبار له پېل وړاندې ځواب او د خپلو خرڅلاو په اجناسو حساب کړئ، تر څو په ګټور کاروبار کې زیان ونه کړئ.