Ziar's Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ziar's, Legal, Dubai.

21/10/2018

Guess and win a voucher for 4 persons dinner meal at Chicking Majid Mall.
Which team will win final ?
Write in your answer in comment

11/02/2017

ښكاري پاچا - عبدالباري جهاني

پخوانيو زمانو كي يو پاچا وو
د لښكر په زور غښتلى پر هر چا وو
چلېدله يې حكمونه پر ملكونو
ورته پاته پاچهي وه له نيكونو
هم په زور هم يې په زرو كي لاس بر وو
خداى وركړي اقليمونه بختور وو
ډېر شوقي وو د مېلو او د ښكارونو
د شرابو د مستيو د سازونو
همېشه به وو په ښكار پسي وتلى
تش لاسونه يوه ورځ نه وو راغلى
له ليندۍ چي به يې خوشي كړله غشي
سوري كول يې د هوسيو زړونه تشي
ترې خطا نه سو يو غشى په كلونو
پر ملكونو يې كيسې وې د ښكارونو
يوه ورځ ورنه خطا يوه هوسۍ سوه
په ځغستا رهي پر لوري د غونډۍ سوه
پاچا پونده كړ نيلى هوسۍ د وړاندي
پى كوله يې مزلونه لاندي باندي
له لښكره څخه ليري شهريار سو
په هوسۍ پسي روان پر وركه لار سو
هوسۍ واوښته تر غرونو تر دښتونو
پاچا ستړى سو بېحده له مزلونو
د آسمان تر نيمايي وو لمر راغلى
له گرمۍ د مځكي مخ وو سوځېدلى
ستړى سوى وو چابك نيلى ښاغلى
تږى سوى شهريار وو نازولى
هري خوا ته يې څرگند سول سرابونه
د مرگي يې پكښي واورېدل ږغونه
له گرمۍ څخه يې ټول بدن بې واك سو
د مرگ غېږي ته تنها پاته ټولواك سو

خوله يې وچه سوله ستونى يې وچ كلك سو
بې اسرې پاچا تنها پاته هك پك سو
چي ناڅاپه يې تر سترگو يو ځنگل سو
د پاچا په زړه كي اور د ميني بل سو
په ځنگله كي ورښكاره يوه بيزو سوه
د پاچا خوا ته د لاس په اشارو سوه
بيزو وړاندي پاچا وروسته ورپسې سو
په قدم قدم اوبو ته ور نژدې سو
ور په گوته په ځنگله كي يې چينه كړه
په سړو اوبو ور يخه يې سينه كړه
هم پاچا هم يې ښايسته نيلى اوبه سو
سمدستي خداى  ته د شكر پر سجده سو
له سجدې وروسته ليندۍ يې كړه راپورته
د مرگ غشي يې كړ وار د بيزو لور ته
پوري ووري يې لړمون د بيزو سورى كړ
ور خبر يې په يوه غشي زړگى كړ
ښاخ پر ښاخ باندي تر مځكي را لوېدله
يو په يو يې اندامونه ماتېدله

په رگو كي يې لا ويني خوځېدلې
د پاچا پر لور يې سترگى واړولې
ويل روح مي دا دئ الوزي له تنه
جواب راكه دا يوه لرم پوښتنه
اورېدلى مي له پلاره يو وصيت دئ
نه پوهېږم چي درواغ كه حقيقت دئ
پر ښايسته نيلي چي سپور زغره په تن يې
راته ښكاري چي پاچا د دې وطن يې
ښكاري وويل پاچا د دې جهان يم
مگر ته څرنگه را پوه سوې زه حيران يم
بيزو خلاصه كړله خوله ويل سلطانه
زر كلني تجربې نه دي ارزانه
تجربه ده موږ ته پاته له پلرونو
له كلونو له پېړيو له قرنونو
نامردي ده همېش كار د پاچاهانو
پاچهان وهي سرونه د دوستانو
لار چي هر څوك ورته وښيي په دار دئ
چي هر څوك ورسره ښه وكي سنگسار دئ

چي څوك لاس د دوستۍ وركي غوڅوي يې
چي ژوندى پر لاري ويني ښكاروي يې
په دنيا كي چى يې نوم د شهريار دئ
يا قاتل د خپلو وروڼو يا د پلار دئ
په نصيب چي يې دركړې پاچهي ده
ستا په خټه كې اخښلې نامردي ده
كه دي زما احسان پر سترگو واى منلى
د پاچا له نسله نه وې زيږېدلى

كابل - انټركانټينينټال
18/6/2002

!لویه خدایه رحم وکړی نور
23/11/2016

!لویه خدایه رحم وکړی نور

Address

Dubai

Telephone

00971558866730

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ziar's posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category