14/06/2026
اطلاعيه
د بهرنیو چارو وزارت له تایید وروسته د کاغذي تذکرو د غیرحضوري خدمتونو وړاندې کولو خبرتیا
د احصایې او معلوماتو عمومي اداره ټولو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د پخوانۍ خبرتیا په تعقیب بهرمېشتو افغانانو ته د تابعیت کاغذي تذکرو غیرحضوري خدمتونه سر له راتلونکې شنبې (۲ غبرګولي) په مستقیم ډول د اصولي خپلوانو له لارې نه وړاندې کېږي.
په دې اساس له یادې نېټې وروسته د کاغذي تذکرې غیرحضوري خدمتونه (د نوې تذکرې اخیستل، د تذکرې تایید، د انځور نصب او نوي کول، د عمر، زېږون ځای، زېږون نېټه او د نوم اصلاح) یوازې هغه وخت ترسره کېږي چې د بهرنیو چارو وزارت د سفارتونو او قونسلګریو له لوري یې بهرني اسناد په رسمي ډول تایید شوي وي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ په بنسټ هغه بهرمېشتي افغانان چې غواړي په غیرحضوري ډول کاغذي تذکره ترلاسه کړي، باید لومړی له خپلو اسنادو (پاسپورټ، آیډي کارټ او اقامه) سره د افغانستان سفارتونو یا قونسلګریو ته حاضر شي ترڅو اسناد او حضور یې تایید شي.
وروسته له هغې، سفارت یا قونسلګري د اسنادو له ثبت شمېرې سره یو رسمي مکتوب د بهرنیو چارو وزارت ته استوي او وزارت د اسنادو له ارزونې وروسته دغه مکتوب د غوښتونکي د اصولي خپلوانو یا ټاکلي استازي له لارې د نورو اجراآتو په موخه د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ته را استوي.
همدارنګه هغه هېوادوال چې غواړي په حضوري بڼه د بهرنیو اسنادو سره سم یاد خدمتونه ترلاسه کړي، باید خپل اسناد د سفارتونو او قونسلګریو له تایید وروسته دې ادارې ته راوړي.